انصار: (د لړم ۲۶ مه) ، ایران وايي چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې دې هېواد افغانستان ته د یو میلیارد او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت له تېلو پرته د نور شیان صادر کړي دي.
تهران ټایمز ورځپاڼې د ایران د ګمرکونو د رییس محمد رضواني فر له قوله راپور ورکړ چې په تېرو اوو میاشتو کې افغانستان د ایران د غیر نفتي محصولاتو پنځم لوی واردونکی هېواد و.
د سږ کال په اګست میاشت کې، په کابل کې د ایران د سفارت اقتصادي اتشې وویل چې د افغانستان په بازارونو کې د ایران د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره، د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې باید نوي کچې ته لوړې شي.
د پاکستان له لوري د لارو د بیا بیا بندېدو او د پاکستاني محصولاتو د کیفیت د خرابیدو له کبله د افغانستان پر مصرفي بازار ورځ تر بلې د ایراني محصولاتو انحصار زیاتیږي. دا په داسي حال کې ده چې پخوا افغانستان تر ټولو ډېر واردات له پاکستان څخه لرل.
د طالبانو حکومت د ملي احصائیې ادارې تېره میاشت اعلان وکړ چې د افغانستان صادرات په ۱۴۰۲ لمریز کال کې ۱.۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، او واردات یې ۸.۱ میلیارده ډالرو ته رسېدلي، چې د وارداتو او صادراتو تر منځ شاوخوا ۶.۳ میلیارده ډالرو توپیر ښیي.
سره له دې چې افغانستان اوس تر ټولو ډېر واردات له ایران څخه کوي، خو دغه هیواد ته یې صادرات یې په هیڅ شمېر نه دي، افغانستان تر ایران، پاکستان او هندوستان ته ډېر صادرات لري.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34396